د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام په ارګ کې د سولې له مرکچي پلاوي سره کتلي دي. د ولسمشر په خبره دغه پلاوی د هغو نظریاتو پر بنسټ جوړ شوی دی، چې په تېرو اتو میاشتو کې له خلکو راټول شوي دي. ولسمشر په دغه لیدنه کې له یاد پلاوي سره د حکومت غوښتنې او سپارښتنې شریکې کړې دي او د سولې د پروسې په اړه یې وروستي معلومات ورکړي دي. په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال او اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی دی. د سولې د مرکچي پلاوي غړي ډاکټر فاروق وردګ او د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزي هم خبرې کړې دي. داوودزي ویلي چې دوی به ورسپارل شوې دنده په پوره مسوولیت مخ ته وړي او د افغان سولې لپاره به خپلې وروستۍ هلې ځلې کوي.