د سولې عالي شورا د دارالانشا نوي رییس محمد عمر داودزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د سولې لپاره به نوې تګلاره جوړه کړي. دده په خبره، د زلمي خلیلزاد له فعالیتونو او هڅو وروسته په افغانستان کې د سولې روان بهیر نوي اړخونه خپل کړي دي او د دې اړتیا ده چې د سولې پر تګلاره له سره کتنه وشي. دده په خبره، شته تګلارې ته په کتو به د افغان سولې لپاره پوره نوې او موثره تګلاره جوړوي. محمد عمر داودزی د ولسمشر د یو فرمان له لارې د سیمه ییزې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی او همدا راز د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس ټاکل شوی دی. هغه د ولسمشر کرزي د حکومت پر مهال ګڼې مهمې دندې ترسره کړې دي.