د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، دوی خپل اتباع هېڅ هېواد ته نه مستردوي. دده په خبره سعودي عربستان د خپلو قوانینو له مخې خپل اتباع نورو هېوادونو ته نه مستردوي بلکې پخپله قوانین لري او دوی به خپله سزا ویني. دده په خبره له ترکیې یې په ځلونو غوښتي چې د خاشقجي د قتل په تړاو سندونه ورسره شریک کړي خو دغه هېواد یې خبره نه ده منلې. ترکیې بیا څو ځله له سعودي عربستان وغوښتل چې د خاشقجي په قتل تورن کسان د ترکیې حکومت ته وسپاري، خو سعودي عربستان دغه غوښتنه رده کړې ده.