په کندوز کې د توبر کلوز ۲۴ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو. د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د دغه روغتون د پرانېستلو پر مهال ویلي چې د توبر کلوز د درملنې لپاره د دغه روغتون د جوړولو لګښت، ۲۶۰ زره امریکایي ډالر کېږي او د (UNDP) لخوا ورکړل شوی دی. د نعیمي په وینا، روغتون به د شمال ختیځ زون په سطحه د توبرکلوز ناروغانو ته صحي خدمات وړاندې کوي. په ورته وخت کې د کندوز د عامې روغتیا رییس عبدالمتین عاطفي ویلي، په پام کې ده چې دغه روغتون په عصري طبي تجهیزاتو سمبال شي، څو په دې توګه په وخت د شمال ختيځ زون د څلورو ولایتونو اوسېدونکو ته ښه روغتیايي خدمات برابر کړی شي.