په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازی تدامیچي یاماموتو وایي، د افغان جګړې له ټولو ښکېلو لوریو سره په خبرو بوخت دي څو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د کمولو لپاره اقدامات وکړي. یاماموتو منلې چې ځمکنۍ جګړه او هوايی بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله ډېره ده او لا هم ډېرېږي. نوموړی وايي، که په دې برخه کې د دوی مشورو او وړاندیزونو ته پام ونه شي، ښايي په راتلونکي کې له مسوولو کسانو سره حساب کتاب وشي. یوناما د تېر سپټمبر پر ۲۵مه، هم یوه راپور کې وویل، چې د تېر کال شپږو میاشتو په پرتله د سږ کال په همدې موده کې، افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده. یاماموتو دغه راز وویل چې له مجازاتو سره د معافیت پر وړاندی مبارزې او د بشری حقونو د قربانیانو د خسارو جبران ته باید لومړیتوب ورکول شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي و، څو پورې چې طالبانو سره سوله کېږي ممکن جګړې پراخې او ملکي تلفات هم ډېر شي.