امریکایي شنونکی او د ریښتینو ژورنالیستانو د شبکې غړی وتلی پروفیسور جیمز پاټرز وایي، پر افغانستان باندې د امریکا یرغل د سپټمبر له ۱۱مې سره هیڅ تړاو نه لري. د هغه په باور امریکا ځکه پر افغانستان برید وکړ چې په یاد هېواد کې د کوکنارو له کښت نه ساتنه وکړي. د پرس ټې وي د خبر له مخې، نوموړي ویلي، په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې د کوکنارو د کښت پراختیا او د اپیمو پراخ تولید د دې ښکارندویي کوي چې دوی هلته د دې پدیدې د ساتنې په موخه حضور لري او هڅه کوي چې د افغانستان له طبیعي زېرمو ګټه پورته کړي. پاټرز ویلي، دوی چې له افغانستانه ستنو شویو سرتېرو سره هم خبرې کړې او هغوی هم ویلي چې په افغانستان کې د هغو سیمو کوکنار اړول کېدل چېرته چې به د طالبانو حضور نه و، په داسې حال کې چې دوی په ډېرې اسانۍ کولی شوى په هغو سیمو کې هم کوکنار واړوي، کومو کې چې طالبان واکمن دي؛ خو دوی دا کار نه کاوه. پاټرز دغه راز زیاته کړې، د سپټمبر د ۱۱مې پېښه کې هیڅ افغان هم تورن نه و. په ورته وخت کې امریکا په دې وپوهېده چې په یاد هېواد کې د القاعده شبکې څرک نه لېدل کېږي او د القاعده مشر هم په پاکستان کې ووژل شو، نو دا د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د امریکا د موجودیت هدف له ترهګرۍ سره مبارزه نه، بلکې په یاد هېواد کې د کوکنارو د کښت پراختیا او له طبیعي زیرمو یې ګټه اخیستنه ده.