د روسیې د تاتارستان په مرکز کازان کې سلګونو کسانو له دې امله لاریون کړی چې وايي، چارواکي یې ناقانونه کارونه کوي. لاریونوالو په تاتارستان کې د خاورو خځلو د ریسایکل د مرکز د پرانیستې په پلان، د تاتاري ژبې د تدریس پر بندېدو او په ناقانونه توګه د مجرم پېژندل شویو کسانو د حقونو په خاطر غږ پورته کړی. راپورونه وایي، دا لاریون د تحریم شوي اپوزیسیون او ښاریانو له خوا په میلینیوم مرکزي میدان کې شوی.