اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د سولې په اړه د روانو خبرو د پایلو تر معلومېدو پورې د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډېدل هیڅ مطرح شوي نه دي. نوموړی وایي، د سولې خبرو او ولسمشرۍ ټاکنو پروګرامونه هر یو پر خپل ځای اهمیت لري. هغه ویلي، د سولې خبرې به روانې وي؛ خو ټاکنې به پر خپلې ټاکلې نېټه تر سره شي. نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. عبدالله وویل، افغان حکومت پر ټاکلې نېټه د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خپل موقف اعلان کړی دی. هغه زیاته کړې، د افغانستان د خلکو غوښتنه هم دا ده چې د انتخاباتو پروسه چې د نظام پایښت ته مشروعیت ورکوي، باید ونه ځنډول شي. نوموړى وايي، د افغانستان د اهدافو د اصلي کرښو او د سولې لارې د اعلان شوې نقشي له مخې د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو ساتل په هېواد کې د سولې او ثبات په معنا دي. اجراییه رییس دا څرګندونې په داسې حال کي کوي چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو په اړه ځینې راپورونه خپاره شوي وو.