هلمند کې د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ریاست فني او مسلکي کارکوونکو د پستې نیالګیو روزلو چارې پيل کړې دي. د بولان په انار باغ قوریه کې د پستې۱۰ زره نیالګي روزل کېږي او ويل کيږي چې راتلونکی کال به د دغه ولايت پر بزګرانو وويشل شي. د کرنې متخصصين وايي، د هلمند اقليم د پستې د ځنګلونو لپاره بيخي مناسب دی او که دې برخې ته پام وشي نو د بزګرانو لپاره د کوکنارو ښه بديل کيدای شي. چارواکي وايي چې اوس مهال په دغه ولایت کې پر ۳۴۰ جریبه ځمکه د پستې بڼونه جوړ شوي دي. په وروستيو کې هلمند کې د ميوه لرونکو باغونو جوړولو ته د خلکو ليوالتيا ډېره شوې ده.



































