د افغانستان بانک ویلي چې نن د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام ۳۲ میلیون ډالر نوره مرسته هم کابل ته را رسېدلې ده. یاد بانک زیاته کړې ده چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستې دا شلمه کڅوړه ده چې کابل ته را رسېږي. دغه بانک ویلي چې مرسته شوې پیسې یې د افغانستان نړیوال بانک ته سپارلې دي. د یاد بانک په خبره، دا مرستې له روان بحران څخه د افغانستان په ایستلو کې پام وړ ګټورې واقع کېدای شي. د ویلو ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکا د خپلو فشارونو په لړ کې د افغانستان مالي زېرمه په نړیوالو بانکونو کې کنګل کړې ده چې دې چارې د افغانانو پر اقتصاد ناوړه اغېزه کړې ده او اوسمهال له سختو ننګونو سره مخ دي.



































