د يو چيني شرکت چارواکو کابل ته د سفر په ترڅ کې ويلي چې په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي. د CNPCI نړيوال شرکت رييس هنريومن د رييس الوزرا له مرستيال مولوی عبدالسلام حنفي سره په ليدنه کې ويلي، غواړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. حنفي په افغانستان کې پانګونې ته د چين د لېوالتيا هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د افغانستان ا.ا يې د امنيت د ټينګښت او پانګونې لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې په افغانستان کې پانګونې ته د چيني پانګوالو لېوالتيا ډيره شوې ده.



































