د خوست د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې په وروستيو شپږو مياشتو کې يې د تېرو اتلسو کلونو هومره عوايد راټول کړي او د دولت خزانې ته يې سپارلي دي. د خوست د سوداګرۍ خونې مشر نواب اميرزي رسنيو ته ويلي، دغه عوايد يې د هغو سوداګريزو مالونو له درکه راټول کړي، چې د غلام خان بندر له لارې خيبر پښتونخوا او پاکستان ته صادر شوي دي. د نوموړي په وینا، په تېرو شپږو مياشتو کې يې د صادراتو له درکه شاوخوا لس ميليونه افغانۍ د دولت خزانې ته جمع کړي، چې د دې ادارې د تېرو ۱۸ کلونو له عوايدو سره برابر دي. اميرزي ويلي، که څه هم په صادراتو کې يې د پام وړ زياتوالی نه دی راغلی، خو په ګمرکي سيستم کې د شفافيت رامنځته کېدل يې د عوايدو د لوړيدو سبب شوي دي. ده ويلي چې په اوسنيو شرايطو کې د بل هر وخت په پرتله صادراتو ته ښه زمينه برابر شوې؛ خو په وينا يې که د هېواد بانکي سيستم د پخوا په څېر په نړيوالو معيارونو برابر شي نو سوداګري به وغوړيږي.



































