د اقتصادي کميسيون په ناسته کې د هرات په غوريانو ولسوالۍ کې د اوسپنې او غور ولايت تولک ولسوالۍ کې د سربو کان د اکتشاف او استخراج د قرارداد اجازه ورکړل شوه. دغه ناسته چې نن د رياست الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ترسره شوه، په کې د کانونو او پېټروليم، اقتصاد او سوداګرۍ وزيرانو په ګډون يو شمير نورو چارواکو برخه اخيستې وه. په ناست کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وشوه چې د توليدي فابريکو او شرکتونو ستونزو ته په وخت رسېدګي وشي او په حل کې يې جدي مرسته وشي. همدا راز د کانونو او پيتروليم وزارت ته دنده سپارل شوې چې د هيواد د مالګې کانونه د مالګې د توليد او تصفيې داخلي شرکتونو ته په قراداد ورکړي.



































