افغان حکومت وایي تېر کال د سل میلیونه ډالرو په ارزښت انجه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. د افغانستان د صعنت او تجارت وزارت وايي چې په وروستیو کلونو کې بهرنیو هېوادونو ته د انجې صادرات ډېر شوي دي او تېر کال د انجې د صادراتو کچه سل میلیونه ډالرو ته رسېده.
ددغه وزارت په خبره انجه تر ډېره د هېواد په شمالي ولایتونو کې کرل کېږي چې دمګړی یې په ځينو نورو سیمو کې هم کرکېله عامه شوې ده. هند د افغانستان د انجې ستر پېرونکی هېواد ګڼل کېږي. روان کال هم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د انجې نوې مزرعې جوړې شوې دي چې ښایي افغان کروندګرو ته له دې درکه میلیونونه ډالر عاید په لاس ورشي.
انجه طبي او ګټور بوټی دی چې د صنعت تر څنګ په درملو او روغتیایي برخو کې ترې کار اخیستل کېږي.



































