په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د بشري مرستو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د روان ۲۰۲۲ کال د جنوري له میاشتې راهیسې یې په فاریاب ولایت کې نږدې یو ميلیون کسانو ته مرستې رسولې دي. په ورته مهال نړیوال بانک ویلي چې د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې يې هم له ۳۲۳ زره کورنیو سره خوراکي مرستې کړي دي. نړيوال بانک دغه راز له بسپنه ورکوونکو د هغوی د سخاوتمندانه مرستو د دوام له کبله مننه کړې ده. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ۲۰۲۲م کال له پیله یې په افغانستان کې ټولټال ۱۴ ميلیونه او ۸ لکه کسانو ته خواړه برابر کړي او په پام کې لري چې د کال تر پايه ۲۳ ميلیونه وګړو ته مرستې ورسوي. په ورته مهال د کويټ د سرې مياشتې ټولنې هم د خوړو نړيوال پروګرام ته ۵۰۰ زره ډالره مرسته سپارلې او هيله يې څرګنده کړې چې د افغانستان د بشري کړکيچ له هواري سره به مرسته وکړي.



































