د ۷۷ په نوم يوه ترکي کمپنۍ غواړي چې په افغانستان کې د ساختماني موادو د توليد فابريکه جوړه کړي. د دې ترکي کمپنۍ چارواکو د ښار جوړولو وزارت له اداري مرستيال سره کتلي او په پيروزي ښارګوټي کې يې د جوړيدونکې فابريکې لپاره له ۳۰ تر ۴۰ جريبو پورې ځمکه غوښتې ده. د ښار جوړولو وزارت مرستيال د ۷۷ کمپنۍ د دې ګام هرکلی کړی او ډاډ يې ورکړی چې د پيروزي صنعتي ښارګوټي له چارواکو سره تر سلا مشورې وروسته به په دې تړاو پريکړه وکړي. پيروزي ښارګوټی د کابل ولايت په دهسبز ولسوالۍ کې موقعيت لري.



































