د دولتي او غير دولتي کارکوونکو پر معاشونو بانکي محدوديتونه لغوه شوي دي. د افغانستان بانک وايي، د مالي او بانکي سکتور د بيارغونې د ستراتيژيک پلان پر بنسټ او امکاناتو ته په پام سره د دولتي او غير دولتي کارکوونکو پر معاشاتو محدوديتونه لغوه شوي دي. د ياد بانک وياند په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، ټول خصوصي بانکونه به تر دې وروسته د کارکوونکو معاشونه د هغوی د غوښتنې مطابق له هر راز ځنډ او محدوديت پرته تاديه کوي. د افغانستان بانک دا اقدام په داسې حال کې دی چې اوسمهال بانکونه خپلو پيرودونکو ته د هفتې ۲۰ زره افغانۍ يا ۲۰۰ ډالره ورکوي. دې چارې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.



































