ډيلي کالر نشریې په یوه خپره کړې مقاله کې ویلي، چې پاکستان له وسله والو طالبانو او نورو ترهرګرو ډلو په ټوله سیمه کې د بهرني سیاست د وسیلې په توګه کار اخلي او نارامۍ جوړوي. د نشریې په خبره پاکستان په دې باوري دی، چې په افغانستان کې د امریکا تر حضور پورې په دغه هېواد کې د چین پنځوس میلیارد ډالري پروژه نه شي تکمېلېدلی نو له همدې امله به له طالب وسله والو ملاتړ کوي. په مطلب کې راځي پاکستان د ځان د ساتلو او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره په سیمه کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په څېر کسانو ته اړتیا لري او له دوی به ملاتړ کوي. دنشریې په خبره پاکستان به همدا راز هڅه وکړي چې په خونړیو جګړو د کابل حکومت کمزوری کړي او په دې توګه داسې یو حکومت هلته رامنځ ته شي چې پاکستان ته تر یوې کچې تمایل ولري. نشریې امریکا ته سپارښتنه کړې ده چې په سیمه کې دې د پاکستان اقدامات او فعالیتونه وڅاري او په دې توګه دې د ترهګرو د ملاتړو پر وړاندې جدي ګامونه اوچت کړي.