پاکستاني چارواکي وایي افغانستان ته د سولې راوستل یوازې ددوی مسوولیت نه دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ددغه هېواد د سنا مجلس ته د خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان په یوازې ځان افغانستان ته سوله نه شي راوستلی. دده په وینا د سیمې هېوادونه، لکه هند، چین، ایران او تاجکستان هم باید د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي. محمود قریشي ویلي دوی له امریکا سره ژمنه کړې ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به همکاري کوي، خو امریکا ته هم نه ده په کار چې ټول مسوولیت د پاکستان پر اوږو کېږدي. قریشي همدا راز ویلي چې غواړي له هند سره هم خپلې اړیکې سمې کړې او له هندي چارواکو یې غوښتنه کړې چې د پاکستان حسن نیت ته مثبت ځواب ورکړي او په دې توګه په سیمه کې روان کشمکش ته د پای ټکی کېږدي.