د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سټار اند سټرایپېس سره په خبرو کې ویلي، امریکا د افغان سولې لپاره جدي ګامونه اوچت کړي دي او دا د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو غوره فرصت دی. هغه د افغانستان سیاسي څېرو او ځينو چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د سولې له اقداماتو سره دې مخالفت نه کوي او تل دې د امریکا د ملاتړ تمه نه لري. دده په وینا امریکا غواړي افغان جګړه ختمه کړي او افغان چارواکي دې د امریکايي ځواکونو د دایمي ملاتړ په تمه د سولې په برخه کې خنډونه نه جوړوي. خلیلزاد همدا راز پخپلو خبرو کې د سیمې له هېوادونو هم غوښتي چې د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ وکړي او په دې توګه دلته روانه بې ثباتي پای ته ورسوي.