د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیونونو ترمنځ د کابل د پارلماني ټاکنو پر سر لا هم جنجال پر خپل ځای دی. سره له دې چې تېره شپه د ولسمشر ددویم مرستیال په مشرۍ په یوه غونډه کې دواړو کمیسیونونو ته د ستونزې د حل سپارښتنه وشوه، خو لا هم دغه کمیسیونونه نه دي توانېدلي چې د کابل د پارلماني ټاکنو په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرستیال او ویاند علي رضا روحاني وايي، هر وخت چې د ټاکنو کمیسیون له لوري د کابل د ټاکنو په اړه ټول سندونه ورته وسپارل شي، دوی به د کابل د رایو شمېرنې په پروسه کې ګډون وکړي. دده په خبره د ټاکنو کمیسیون تر اوسه هېڅ ډول اسناد چې ټاکل شوې وه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وسپاري، نه دي سپارلي. بل پلو د ټاکنو کمیسیون یو ویاند ذبیح الله سادات بیا وايي چې ټول اړوند سندونه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته سپارلي دي او له دوی یې غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې په پروسه کې برخه واخلي.