د کال ښار په پغمان ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی دی. د لومړنیو راپورونو له مخې د امنیتي ځواکونو یو کاروان نن سهار شاوخوا ۹ نیمې بجې د پغمان ولسوالۍ په بالا چنار سیمه کې روان و، چې چاودنه ورباندې شوې ده. چاودنه درنه وه تر ډېرو لرو سیمو یې غږ رسېدلی دی. عیني شاهدان وايي چې ښایي دا یو ځانمرګی برید وي. د کورنیو چارو وزارت هم پېښه تایید کړې ده خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي. بل پلو یو شمېر رسنیو ویلي چې په پېښه کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وايي، چې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان چاودنه شوې او نور معلومات به یې وروسته په اړه ورکړي.