د فرانسې ولسمشر وایي، د ټولو فرانسویانو په معاشونو کې سر له راتلونکي کال سل یورو زیاتوالی راځي. ایمانویل مکرون تېره شپه فرانسویانو ته د ټلویزیوني وینا له لارې ویلي چې په دغه هېواد کې دې روان لاریونونه پای ته ورسوي. له څلورو اونیو راهیسي د پاریس په ګډون د فرانسې په څو ښارونو کې سخت لاریونونه روان دي. لاریون په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي اوښتی او خلکو ته یې ډېر زیانونه هم اړولي دي. د فرانسې حکومت په دغه لاریونونو کې په تاوتریخوالي تورن ۱۷ سوه کسان نیولي دي. د فرانسې ولسمشر ویلي چې د نظر او بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو کله چې لاریونونه په تاوتریخوالي اوړي، حکومت مسوول دی چې له خپلو وګړو دفاع وکړي. هغه ویلي، د نرخونو په کنټرول او مالیاتو په اخیستلو کې به اصلاحات راولي او سر له نوي میلادي کاله به د هر فرانسوي په معاش کې سل یورو زیاتوالی راشي. مکرون ټینګار کړی، لاریونونه دې پای ته ورسول شي، ځکه حکومت هغه اقدامات ترسره کوي چې د خلکو او فرانسې په ګټه وي.