نږدې پنځه میاشتې وړاندې د ازاد رقابت له لارې ظریفه غفاري وکړی شوای، چې د میدان وردګو ولایت د ښاروالۍ پوست ته بریالۍ شي. له بریا وروسته د ولسمشر د فرمان له لارې نوموړې د میدان وردګو ولایت ښارواله ټاکل شوې ده، خو تر دې دمه د ولسمشر فرمان نه دی عملي شوی. هغه لا هم د ځایي ادارو له لوري د ښاروالۍ کارکوونکو ته نه ده معرفي شوې او دنده یې نه ده پیل کړې. ظریفه غفاري وايي چې ځینې کسان یې د فعالیتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي او اجازه نه ورکوي چې هغه خپله دنده پیل کړي. بل پلو د سیمه ییزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې یوې سرچینې سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې دغه اداره د یادې ستونزې د حل هڅه کوي او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.