د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي دي. دواړو لورو د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي او ازبکستان ډاډ ورکړی چې په دې برخه کې پوره همکارۍ ته تیار دي. زلمي خلیلزاد د تاشکند پر بل کنفرانس ټینګار کړی دی او ددغه کنفرانس ابتدايي اعلامیه یې هم تایید کړې ده. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د افغانستان جګړه د نظامي اقداماتو پر مټ نه بلکې یوازې د سیاسي مذاکراتو له لارې د حل وړ ده. زلمي خلیلزاد په دې لیدنه کې ویلي چې د ازبکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو هره همکاري افغانان سولې ته نږدې کولی شي. ټاکل شوې چې زلمی خلیلزاد ازبکستان ته د خپل سفر په لړ کې ددغه هېواد له ولسمشر سره هم وګوري او د افغان سولې په اړه خبرې ورسره وکړي.