د سولې شورا وایي، که د افغان سولې په پروسه کې د سیمې هر هېواد لازمه همکاري کوي، دوی یې هرکلی کوي. د سولې عالي شورا وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په دې وروستیو کې وویل چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د هند، چین او روسیې همکاري خورا مهمه ده. د سولې شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد بیا د افغان سولې برخه کې د هند پر همکارۍ ټینګار کوي او وایي، که چېرته هند په دې برخه کې اړینه همکاري وکړي، په ډېر کم وخت کې له طالبانو سره سوله ممکنه ده. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پارلمان ته په وینا کې ویلي، د افغان سولې په برخه کې چې امریکا له پاکستانه کومې غوښتنې لري دا یوازې د پاکستان په وس پوره نه دي، نو د سیمې هېوادونه لکه چین او ایران په دې برخه کې پام وړ مرسته کولی شي.