له بدخشان ولایت څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند پلویانو د بدخشان مرکز فیض اباد ته ټولې غځېدلې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي. سیمه ییز چارواکي وايي، صفر محمد مبارز چې په معاون صفر مشهور دی د ټاکنو کمېسیون له خوا د دغه ولایت د بریالیو نوماندانو په اعلان شوي لومړني لېست کې د هغه د نوم د نشتوالي په غبرګون کې د نوموړي پلویانو فیض اباد ته پر غځېدلو لارو لوی کانټېنرونه ايښي دي. د بدخشان والي احمد فیصل بیګزاد وویل چې د هغه یو شمېر پلویانو چې غیر مسول وسله وال دي د کشم – فیض اباد لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي. هغه ډاډ ورکړ چې لارې به ژر د ټرافیکو پر مخ پرانیزي. د معلوماتو له مخې صفر محمد مبارز د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۳۸۰۰ رای وړي چې اوس ادعا کوي رایي یې ضایع شوې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.