ملګرو ملتونو د یمن خلکو ته په راتلونکي کال کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د څلور میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې ده. د ملګروملتونو د بشري مرستو د چارو مسوول مارک لوکاک پرون وویل، دا مرستې به شاوخوا شل میلیونه یمنیانو ته چې د دې جګړه ځپلي هېواد د وګړو په سلو کې اویا جوړوي ورسول شي. نوموړي دغه راز وویل چې په یمن کې بشري وضعیت په ناڅاپي ډول په خرابېدو دی. لوکاک وویل چې ملګري ملتونه د سویډن، سویس او امریکا په مرسته د مرستندویو هېوادونو د کنفرانس په درشل کې د څلور میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کوي. دا کنفرانس به د ۲۰۱۹ میلادي کال په فبروري میاشت کې په جینوا کې جوړ شي. د ملګروملتونو د بشري مرستو د چارو مشر دغه راز هیله څرګنده کړې چې په سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګرتوب د یمن د سولې روانې خبرې به پایله ورکړي.