اجراییه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د هند له سفیر وینی کمار سره کتلي دي. د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې عبدالله له کمار سره پر افغان سوله، د سیمه ییزو همکاریو پر پراختیا او د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته پر چمتوالي خبرې اترې کړې دي. کمار د افغان سولې برخه کې د هند د همکارۍ ژمنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به یې په هر اړخیزه توګه له افغان حکومت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.