د بلخ د نباتي غوړیو او پنبې د تولیدي کارخونې چارواکي وايي، د تولیداتو د اصلي ماشینونو په فعالېدو سره به يې د تولید او عوايدو کچه دوه برابره شي. د دې شرکت رييس انجینر فریدون وايي، تېر کال يې عواید ۲۵ میلیونه افغانۍ وو خو په روان کال کې د تولید د اصلي ماشینونو له فعالېدو سره به يې د عوايدو کچه ۵۰ میلیونه افغانیو ته ورسېږي. فريدون زياته کړې چې د تېلو د ایستلو څلور ماشینونه يې په ازبکستان کې پېرلي چې هر یو یې د خامو موادو لکه زغرو، کنځلو او سویا د پروسس ظرفیت هم لري. د فريدون په خبره چې دې کارخونې مخکې د ورځې ۲۰۰ کیلو غوړي تولیدول خو تر راتلونکو څو ورځو به د اصلي ماشینونو په فعالېدو سره د ورځې ۵۰۰ کیلو غوړي تولیدوي.



































