۱- د انسان د وجود د ودې او نمو لامل کېږي.
۲- هډوکي قوي کوي او د کمزورتیا مخه یې نیسي.
۳- د مېکروبونو په مقابل کې د بدن مقاومت لوړوي او د ناروغيو مخنيوی کوي.
۴- په بدن کې د اوبو د کمېدو او اسهال مخنیوی کوي.
۵- عصبي سیسټم پیاوړی کوي او انسان ته ذهني سکون وربښي.
۶- د معدې او کلمو زخمونه له منځه وړي.
۷- غاښونه قوي او سپین ساتي.
۸- د سږو له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي .
۹- د وینې فشار نورمال ساتي.
۱۰- هغه شیدې چې غوړي پکې کم وي، په وینه کې د کلسترولو کچه تنظیموي.
۱۱- د هر ډول سرطان په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.
۱۲- وېښتان او نوکان مو قوي او ښکلي ساتي.
۱۳- له وخته مخکې د زړښت مخه نیسي.
۱۴- د پوستکي لپاره خورا ګټورې دي او پوستکی شفاف ساتي.
۱۵- د اضافي چاغوالي مخه نیسي.
۱۶- حافظه پیاوړې کوي.
۱۷- د بدن عضلې پیاوړې کوي.
۱۸- که غواړئ منظم خوب وکړی، نو د شیدو څښل در سره مرسته کولی شي .
۱۹- د معدې او کلمو ناروغۍ له منځه وړي .
۲۰- هغه کسان چې د بډوډو ناروغي لري، هغوی یې دې په خوراک کې احتیاط کوي.