څېړونکي وايي، هغوی چې د خپلې ظاهري څېرې، لباس او ځان خیال نه ساتي، ښکاره ده چې د خپلې دندې، مسوولیت او نورو خلکو پروا هم نه لري. د ښې سلیقې لرلو لپاره لاندې سپارښتنې عملي کړئ:
۱ـ د خپلو وېښتانو خيال ساتئ
که خوښېږي مو، د خپل سر وېښتان بېخي کم کړئ. غیر منظم او ګډوډ وېښتان ستاسې پر رواني وضعیت تاثیر کوي او ستاسې مخاطب هم ستاسې په لیدو سره تر تاثیر لاندې نه راځي، بلکې په منفي ډول له تاسې څخه اغېزمنېږي. پاک او منظم وېښتان د سړي راښکون او جذابیت زیاتوي او نور خلک ترې هم تر ډېره ژر متاثره کېږي.
۲ـ د غاښونو پاک ساتل
د غاښونو پاک ساتل ستاسې موسکا نوره هم قېمتي او ارزښتمنه کوي. خپل غاښونه سهار او ماښام ضرور بورس کړئ. مسواک وهل هم ثواب دی او هم خرما، نو مسواک وهل خپل عادت وګرځوئ. څومره چې ستاسې غاښونه پاک وي، هغومره به تاسې ارام یاست او پر خلکو به مو اغېز ډېر وي.
۳ـ خپلو جامو ته پام وکړئ
هڅه وکړئ چې داسې څه واغوندی چې یو له بل سره په توافق کې وي. د بېلګې په ډول، له بوټانو سره جرابې واغوندی، خو له څپلیو سره بیا جرابې مه اغوندئ.