د افغانستان ا.ا د د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په کابل کې پر درې زره بې وزله کورنیو د خوراکي توکو د وېشلو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ یې په کابل کې پر درې زره کورنیو بې ځایه شویو خوراکي توکي وېشلي دي. دا مرسته چې د چین هېواد له لوري شوې وه هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه وریجې توزیع شوې دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني ویلي چې ا.ا د چین له مرستې او همکاریو مننه او د یاد هېواد د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته چین له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې تر نورو ټولو هېوادونو مخکښ دی.



































