د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو ۸ مياشتو کې د کابل هوايي ډګر له لارې د پيسو او سرو زرو د قاچاق کچه را ټيټه او د نشه يي توکو د قاچاق کچه صفر شوې ده. د ترانسپورټ وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي د کابل هوايي ډګر امنيتي او تخنيکي پرسونل د پيسو، سرو زرو او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره له خپلو شته امکاناتو کار اخيستی او په دې برخه کې هڅې روانې دي. احمدي وايي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته الوتنې په عادي ډول دوام لري او د کابل له هوايي ډګره هره ورځ ۲۲ الوتنې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا مشرتابه په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړ چې په افغانستان کې یې د نشه يي کوتو پر کښت، پلور او قاچاقو بندیز ولګاوه.



































