امریکا، طالبان، افغانستان او پاکستان د افغان سولې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وايي، طالبان، افغان حکومت، امریکا او پاکستان ټول په دې نظر دي چې په افغانستان کې روانه جګړه باید له سیاسی لارو حل شي او دې هوکړې ته رسېدلي چې د جګړې پر ځای به د سولې خبرې کوي. قریشي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان هم له امریکا سره ژمنه کړې چې د افغان سولې په برخه کې به خپلې همکارۍ کوي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې سوله راوستل یوازې د پاکستان مکلفیت نه دی، بلکې د سیمې هېوادونه دې هم په دې برخه کې همکاري وکړي. محمود قریشي ویلي د افغان جګړې د ختمولو په اړه تر ټولو ښه هیله دا ده، چې د مسئلې ټول ښکېل لوري د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمول غواړي. هغه ویلي چې د افغان سولې په اړه به له افغان چارواکو سره ګوري او راتلونکې اونۍ به کابل ته سفر کوي.