ایران، افغانستان او پاکستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې دیارلسم کنفرانس جوړ کړی دی. دغه کنفرانس په اسلام اباد کې د دوو ورځو لپاره جوړ شوی دی. کنفرانس پرون پیل شوی دی او نن به هم دوام ولري. په دغه کنفرانس کې تر ډېره د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې، ددغه پدېدې د کرکېلې پر وړاندې پر اقداماتو، د یادو توکو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو او همدا راز د پولو د امنیت په اړه بحثونه کېږي. له درېیو هېوادونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکو په دغه کنفرانس کې ګډون کړی دی. ایراني اړخ ویلي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید، کرکېله او قاچاق د ټولې سیمې لپاره خطرونه جوړ کړي دي او په وینا یې له افغان حکومت سره ددغه قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري او مرسته کوي.