په هېواد کې د زعفرانو د تولید کچه د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېره شوې ده. د زراعت وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په هېواد کې د زعفرانو له کرکېلې سره د خلکو مينه ډېره شوې ده او ددغه بوټي په کرلو کې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دده په خبره سږ کال افغان بزګرانو نږدې ۱۳ ټنه د زعفرانو حاصلات لرل چې په دې ټوګه د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. نوموړي ویلي چې د کرنې وزارت د زعفرانو د کرکېلې د عامولو په برخه کې پراخ کار کړی دی او لا هم هڅه کوي چې ددغه ګټور بوټي کرکېله ډېره کړي. دده په خبره د چین هېواد په مرسته په کابل، بامیانو او دایکندي کې د زعفرانو د کرکېلې لپاره سړې خونې هم جوړې شوې دي او په یادو ولایتونو کې یې کرکېله پل شوې ده. اکبر رستمي وايي چې دمګړی د زعفرانو د کرکېلې په برخه مخکښ ولایتونه، هرات، کندهار، بلخ، فاریاب، فراه او سرپل دي.