د لومړي ځل لپاره د افغانستان سوداګریز توکي د لاجوردو لارې په مرسته ترکیې ته لېږدول کېږي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې دوی په امتحاني توګه د لاجوردو لارې په مرسته افغان سوداګریز توکي ترکیې او بیا اروپايي هېوادونو ته لېږي. ددغه وزارت ویاند مسافر قوقندي ویلي چې سبا پنجشنبه به د افغان سوداګرو لومړنۍ محموله له یادې لارې ترکیې ته ولېږل شي. دده په خبره په دې توکو، کې د پنبې تار، کنجد، ممیز او نور شیان شامل دي. هغه ویلي دا به د افغانستان لومړني سوداګریز توکي وي چې د رېل پټلۍ له لارې اروپا او ترکیې ته لېږدول کېږي. هغه زیاته کړې چې تر دې امتحاني لېږد وروسته د افغان سوداګرو توکي د موټرونو او رېل پټلۍ له لارې ترکیې او اروپايي هېوادونو ته لېږدول کېږي.