د هلمند ځايي چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې یې په دې وروستیو کې پراخ عملیات کړي چې له امله یې د طالبانو جنګي ماشین فلج شوی دی. د هلمند د والي تورن جنرال محمد یاسین په خبره په وروستیو دوو میاشتو کې یې د طالبانو پر مرکزونو هوايي او ځمکني بریدونه ډېر کړي دي، چې په پایله کې یې دغه ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. دده په خبره د طالبانو پر ډيری مرکزونو او د سوق ادارې پر ډلو بریدونه شوي او ګڼ مهم قومندانان یې وژل شوي دي. د والي په خبره دوی عملیاتو ته ادامه ورکوي او د ناټو هوايي ملاتړ هم ورسره دی. هغه د هلمند اوسنی امنیتي وضعیت مثبت ارزولی دی او هیله یې ښودلې، چې د روانو عملیاتو په بشپړېدو سره به ددغه ولایت امنیت نور هم ښه شي. د هلمند امنیه قومندان هم وایي چې په دې ولایت کې د افغان ځواکونو د تلفاتو شمېره کمه شوې ده او امنیتي وضعیت ښه شوی دی.