ننګرهار کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی دی چې له امله یې څلور کسه وژل شوي دي. په وژل شوو کې درې ماشومان او یوه ښځه شامل دي.
راپورونه وايي چې ددغه پېښې له امله څلور نور ماشومان ټپیان شوي هم دي. په وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د ورښتونو له امله دغه ډول طبیعي پېښې رامنځ ته شوې دي چې خلکو ته یې ځاني او مالي تلفات اړولي دي.