د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په ګډون یې په ګڼو ولایتونو کې د بېلو جرمونو په تور لسګونه کسان نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو دوو اونیو کې د قتل، انسان تښتونې، اداري فساد، ځمکو د غصب، رشوت، غلا او قاچاق په تور ۱۰۵ کسه نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت وايي چې ټول نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. د سرچینې په خبره تر ډېره دغه کسان په کابل ښار کې نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت داسې مهال د لسګونه کسانو د نیولو خبره کوي، چې په کابل ښار کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی دی. ددغه ښار په کوڅو او سړکونو کې وسله وال غله ګرځي او له موبایل نیولې تر نقدو پیسو او موټرونو له خلکو غلا کوي. د کورنیو چارو وزارت بیا ددغه جرمونو د له منځه وړلو په برخه کې د خلکو د همکارۍ غوښتنه کوي.