پاکستان وايي د افغان سولې مسئله تر ډېره پر افغانانو او افغان حکومت پورې تړلې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوعه پرون په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې پاکستان او امریکا په یوه خوله دي او دې هوکړې ته رسېدلي چې په افغانستان کې به د سولې لپاره همکاري کوي. د نوموړې په خبره د افغان سولې مسئله تر ډېره په افغانانو او د افغانستان په حکومت پورې تړلې ده. نوموړې ویلي پاکستان هم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو هرکلی کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دی. پاکستان په دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه تودې څرګندونې کوي، خو تر ډېره په افغانستان کې ددغه هېواد پر اقداماتو شک موجود دی. همدا نن هم د ولسي جرګې ګڼو غړو پخپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان پر کړنو باور نه دی پکار او دغه هېواد تل خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي، نو افغان حکومت ته په کار ده، چې په دې حساسو شرایطو کې له پوره پام او دقت کار واخلي.