د کندوز ولایت د دریو سرحدې ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د امو موسمي سيلابونه يې هر کال د استوګنې کورونه، باغونه او کروندې تخريبوي خو حکومت يې په مخنيوي کې ورسره مرسته نه کوي. دوی نيوکه کوي چې پخواني حکومت په تېرو شلو کلونو کې د امو سېند غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو بنسټيز کارونه ونه کړل او له امله یې هرکال داوبو د زیاتوالی په موسم کې دغه سېند کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګنې کورونه تخریبوې او خلکو ته درانه مالي زیانونه ور اړوي. دوی د افغانستان له ا.ا غواړي چې د امو سیند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې پلې کړي څو د خلکو کرنیزې ځمکې، باغونه او د استوګنې کورونه داوبو له ګواښه په امن کې شي. په کندز کې د امو د پنځمې سينديزې حوزې چارواکي وايي، په وروستیو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې د تحکیماتو په برخه کې یوه اندازه کارونه شوي او له امله يې په زرګونو جریبه ځمکه له تخريبيدو ژغورل شوې ده. د دغه ریاست ريیس انجنیر رفیع الله مجتبی وايي، هڅې کوي چې د امو سیند د غاړې په اوږدو کې د تحکیماتو اساسې پروژې پلې کړي.



































