ننګرهار به نړۍ ته د افغان قیمتي ډبرو د صادراتو پر بازار بدل شي. د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت چارواکي وایي دوی په دې لټه کې دي چې په ننګرهار ولایت کې د قیمتي ډبرو د صادراتو لپاره یو ستر مرکز جوړ کړي چې له دې ځایه به د افغانستان قیمتي ډبرې د نړۍ ګوټ ګوټ ته صادرېږي.
دغه وزارت وایي د افغانستان د قیمتي ډبرو د ارزښت اټکل نه دی شوی، خو داسې ویل کېږي چې افغانستان له دې اړخه د میلیاردونو ډالرو د ګټلو جوګه کېدلی شي. د صنعت وزارت دغه راز وايي چې ددغه بازار د جوړولو په اړه یې له چینایي شرکتونو سره خبرې کړې دي او دوی لېوالتیا ښوودلې ده.
سرچینه کاږي چې تازه د یوه ستر چینايي شرکت استازو په همدې تړاو له ننګرهار ولایت هم لیدنه کړې ده او ژمنه یې کړې چې ددغه بازار په جوړولو کې به مرسته کوي.



































