د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ګڼو استازو د سولې لپاره د امریکا، افغان حکومت او د سیمې د هېوادونو هڅې وستایلې او ددې هڅو ملاتړ وکړ. د ولسي جرګې د غړو په خبره افغانان د سولې تږي دي او ټولو اړخونو ته په کار ده، چې دا ځل افغانان تېر نه باسي بلکې واقعي سولې ته یې ورسوي. د وکیلانو په خبره په دې منځ کې د پاکستان رول مهم دی خو ددغه هېواد پر ژمنو باور نه دی په کار. د ولسي جرګې غړو وویل، چې پاکستان تل د افغانستان د مسایلو په هکله دوه مخی چلند کړی دی او اوس هم ددې تمه نه کېږي چې دوی دې د افغانستان په سوله کې صادقانه چلند وکړي. وکیلانو همدا راز د افغان حکومت له لوري د سولې د نوي بورد جوړېدل پر ځای ګام بلل دی او پر حکومت یې غږ کړی، چې د سولې په هڅو کې د هېواد ټولې سیاسي څېرې او نفوذ لرونکي کسان ورګډ کړي.