پاکستان وایي امریکا د سیاسي موخو پر بنسټ دغه هېواد د مذهبي ازادیو د خوندیتوب په برخه کې تور نوملړ ته ور اضافه کړی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستان د لږکیو د حقونو خوندیتابه لپاره د کوم هېواد مشورې ته اړتیا نه لري او نه به هم په دې برخه کې چا سره مشوره وکړي. اسلام اباد دا غبرګون وروسته له هغه ښيي چې د امریکا متحده ایالتونو پاکستان د هغو هېوادونو په تور نوملړ کې شامل کړ چې مذهبي ازادۍ تر پښو لاندې کوي. پاکستان تېر کال د مذهبي ازادیو په تړاو اندېښمنو هېوادونو نوملړ ته اچول شوی و، خو سږ کال تور نوملړ ته ور زیات شو. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې په افغان سوله کې د نه همکارۍ له امله له زیاتو بندیزونو سره لاس او ګریوان دی.