منګولیا به په نږدې راتلونکې کې ۱۱۳ سرتېري د ناټو تر چتر لاندې افغانستان ته ولېږي. د منګولیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال بادامبزر د خپلو سرتېرو هغې ډلې ته چې ټاکل شوې افغانستان ته یې راولېږي ویلي، دی ډاډه دی چې ځواکونه به یې په افغانستان کې د خپل بریالي ماموریت تر سره کولو لپاره ډېرې هڅې وکړي. نوموړي ویلي د منګولیایي سرتېرو صبر او حوصله د ستاینې وړ ده او دوی ویاړي پر داسې یو ځواک چې د نورو هېوادونو د امن کولو لپاره قرباني ورکوي. هغه زیاته کړې په دې سرتېرو کې چې په افغانستان کې به خپل ماموریت مخ ته یوسي ښځینه پوځي افسرانې هم شاملې دي. هغه دا نه دي ویلي چې دا سرتېري به څه وخت افغانستان ته لېږي خو زیاته کړې یې ده، منګولیایي سرتېري باید وخت او نړیوالو جنګي اصولو ته په پام خپل ماموریت په پوره ژمنتیا مخ ته یوسي. دا په داسې حال کې ده چې یاد هېواد مخکې تر دې افغانستان ته د خپلو ۱۱۳ سرتېرو استولو ژمنه کړې وه.



































