د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، له نږدې اوو ورځو ځنډ وروسته یې نن د کابل د رایو شمېرنه پیل کړې ده. د یاد کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وویل چې دواړو کمېسیونونو د کابل د رایو د بیا شمېرلو پر نوي مېکانیزم هوکړه کړې او له مخې یې د رایو بیا شمېرل پیل شوي دي. هغه وویل چې د ټاکنو کمیسیون هڅه کوي د دې اوونۍ او راتلونکې اوونۍ تر پایه د نورو ولایتونو پایلې هم اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې د کابل ولایت ټولې رایې باطلې اعلان کړې. یاد کمیسیون ادعا کړې وه چې یادې رایې یې د پراخو درغلیو له امله باطلې کړې دي.



































