د فرانسې امنیتي چارواکي، په سټراسبورګ کې یوه وسله وال بریدګر درې کسان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي. پېښه پرون شپه په یاد ښار کې د کریسمس په یوه بازار کې شوې ده. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کاسټنر ویلي چې پولیس د بریدګر په لټه کې دي ځکه له برید وروسته له سیمې تښتېدلی دی. هغه ویلي پولیسو تر مخکې لا د برید په اړه معلومات درلودل خو دا چې دوی یې ولې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي د دوی څېړنې روانې دي او په دې اړه به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.