د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ۲۱مې پيړۍ کې د ورېښمو سمندري لاره تر عنوان لاندې د چين د نړيوال پروګرام دوهم فورم چې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن او د ګوانګ دونګ ولايت د حکومت لخوا د روانې میاشتې په شلمه نېټه په جو های ښار کې تر سره شو. ګڼ شمېر مشهورو کارپوهانو او د خبري رسنيو لوړ پوړيو چارواکو په دغه فورم کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د خبري رسنيو ترمنځ د همکاريو د ژورتيا په اړه بحثونه کړي دي. دوی ویلي، چې د ورېښمو سمندري لارې پر مټ به د نړۍ ګڼ هېوادونه له یو بل سره وصل شي. د فرانسې پخواني صدراعظم جيان پيري ویلی، دوی به د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پيړۍ لپاره د ورېښمو سمندري لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو کې د همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي. په دې غونډه کې د ګڼو هېوادونو لوړو پوړو چارواکو ګډون او ددې لارې په ارزښت خبرې کړې دي.